د سرپل څخه ځايي سرچينو د يکشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي

د سرپل څخه ځايي سرچينو د يکشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دغه ولايت په سوزمه کلا ولسوالۍ کي نامعلومو وسله والو يو قومي مشر ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچينې په وينا چي دغه قومي مشر ميرويس خان نومېږي. د سرچينې په خبره چي دغه قومي مشر درې مياشتي مخکي ط..البانو هم بندي کړی وو، چي تر ازادېدو وروسته نامعلومو وسله ويشتلی او وژلی دئ.
تر اوسه پوري د سرپل ولايت د ط..البانو امنيتي مسؤلينو د دغي پېښي په تړاو څه نه دي ويلي.