د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د واشنګټن په هیلټن هوټل کي د خبریالانو د مېلمستیا پر مهال د ټکانو د پېښي د شکمن کس انځورونه خپاره کړي، په داسي حال کي چي رسنیو د هغه هویت هم څرګند کړی دئ.
د راپورونو له مخي، بریدګر یو ۳۱ کلن سړی دئ، چي کول توماس آلن نومېږي او د کالیفورنیا ایالت د تورنس ښار اوسېدونکی بلل سوی دئ.
دغه پېښه د سپیني ماڼۍ د خبریالانو د کلنۍ مېلمستیا پر مهال رامنځ ته سوه، چي د امنیتي ځواکونو له لوري په چټک اقدام سره بریدګر ونیول سو او لوړپوړي چارواکي خوندي ځایونو ته لېږدول سوي.