د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، چي که ایران یو ځل بیا د قطر د مایع ګاز تاسیسات په نښه کړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، چي که ایران یو ځل بیا د قطر د مایع ګاز تاسیسات په نښه کړي، امریکا به د پارس جنوبي د ګاز میدان په بې ساري ځواک سره ویجاړ کړي.
ټرمپ ویلي، امریکا د اسرائیل له هغه مخکیني برید څخه خبر نه وه، چي د ایران د انرژۍ پر زیربناوو ترسره سوی و، خو په خبره ئې اسرائیل به نور پر دغه مهم ګازي میدان برید ونه کړي.
هغه ټینګار کړی، چي که تهران بیا ورته اقدام وکړي، واشنګټن به سخت جواب ورکړي.

دا په داسې حال کي ده چي څو ورځي وړاندي د ایران په جنوب کي د پارس جنوبي اړوند تاسیسات د هوايي بریدونو هدف ګرځېدلي وو، چي د روانو نښتو له پیل وروسته د انرژۍ پر سکټور لومړنی ښکاره برید بلل کېږي.