د کنړ ولايت د ط..البانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو امر ضياء الرحمن سپين غر د پنج شنبې په ورځ رسنيو ته ويلي، چي د تېري شپې د لسو بجو راهيسي د پاکستان پوځ پر کنړ ۷۲ توغنديز بريدونه کړي دي.
د هغه په خبره چي دغه بريدونه پاکستان په ناړۍ او منورې ولسواليو کي پر يو شمېر کليو کړي دي.
هغه وايي په دغه بريدونو کي چاته زيان نه دئ اوښتی.
د سپين غر په خبره چي پاکستان پر هغو کسانو پرلپسې بريدونه کوي، چي بېرته خپلو سيمو ته ستنېږي.
دغه بريدونه پاکستان پر داسي مهال کړي، چي د پاکستان دولت د قطر، ترکيې او سعودي عربستان په منځګړيتوب د اوربند اعلان کړی و.