يو شمېر اروپايي هیوادونو په ښکاره ډول د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه غوښتنه رد کړې، چي دوی دي له ايران سره جګړې ته داخل سي او ټينګار ئې کړی، چي دا شخړه د دوی جګړه نه ده.
اروپايي مشرانو، لکه د جرمني صدراعظم فریدریش مرتس او د فرانسې ولسمشر ايمانوېل مکرون، که څه هم د ايران د احتمالي ګواښونو په اړه اندېښنه ښودلې؛ خو د امريکا او اسرائيلو د جګړې پر اهدافو او تګلارو ئې جدي شکونه څرګند کړي دي.
د راپورونو له مخي، جرمني په صراحت اعلان کړی، چي د هرمز تنګي د خلاص ساتلو له پاره به په پوځي عملياتو کي برخه وانخلي.
نور اروپايي هیوادونه هم هڅه کوي، چي له مستقيمي جګړې څخه ځان وساتي.
دا پرېکړه په داسي حال کي کېږي چي د اروپا او امريکا ترمنځ اړيکي له مخکي څخه د اوکراين جګړې، سوداګريزو شخړو او د ټرمپ د غير اټکل کېدونکو سياستونو له امله تر فشار لاندي دي.
په اروپا کي عامه افکار هم تر ډېره د جګړې مخالف دي. سروې ګاني ښيي چي د برېتانيا، هسپانيا او جرمني ډېری وګړي له دې جګړې سره مخالفت لري.
د هسپانيا حکومت د ايران پر ضد بريدونه غيرقانوني بللي او د خپلي بهرنۍ پاليسۍ پر خپلواکۍ ئې ټينګار کړی دئ.