د امریکا په کالیفورنیا ایالت کي د ځمکي لاندي د ګازو د نللیکي د چاودني په پېښه کي شپږ کسان ټپيان سوي دي.
د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخي، په دغه چاودنه کي دوه کورنه په مکمل ډول نړېدلي دي.
د امريکايي رسنيو د راپور له مخي چاودنه هغه مهال رامنځ ته سوې چي د ودانیزو چارو کارکوونکو یو ماشین د ګازو نللیکي ته زیان ورسوی.
امنیتي چارواکو ویلي، چي د پېښي دقیق علت معلومولو له پاره پلټني رواني دي.