د ط..البانو د بهرنيو چارو وزارت د عامه اړيکو د رياست مسئولينو د جمعې په ورځ ويلي

د ط..البانو د بهرنيو چارو وزارت د عامه اړيکو د رياست مسئولينو د جمعې په ورځ ويلي، چي ټول هغه افغانان چي د بهرنيو هيوادونو پاسپورټ لري افغانستان ته د سفر پر مهال ويزې ته اړتيا نه لري او يوازي د هويتي اسنادو په ښکاره کولو سره افغانستان ته داخلېدلای سي.
د ياد رياست چارواکو د ټولنيزو رسنيو هغه راپورونه رد‌کړل، چي په کښي ويل سوي و چي د بهرنيو تابعيت لرونکي افغانان به افغانستان ته د تلو پر مهال ويزه اخلي.
هغوی وايي چي افغانانو ته د ويزې اخيستلو اړتيا نسته.