د امریکا ډیموکراټ سناتور ریچارډ بلومنټل ویلي، د ایران پر وړاندي احتمالي پوځي اقدام په جدي ډول تر بحث لاندي دي

د امریکا ډیموکراټ سناتور ریچارډ بلومنټل ویلي، د ایران پر وړاندي احتمالي پوځي اقدام په جدي ډول تر بحث لاندي دي.
هغه د CNN سره په خبرو کي ویلي، د ځینو محرمو معلوماتو او غونډو له مخي داسي ښکاري، چي دا موضوع د امریکا د حکومت د احتمالي پلانونو برخه ده.
هغه ویلي، که امريکا بيا پر ايران برید ترسره کړي، نو دا به د سیمي امنیتي وضعیت نور هم ترینګلی کړي او د امریکايي ځواکونو ژوند به له جدي ګواښ سره مخ کړي.

بلومنټل زیاته کړې، چي د احتمالي جګړې په صورت کي دواړه لوري له درنو زیانونو سره مخ کېدای سي.
بلخوا د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي، امریکا هڅه کوي د ایران غني سوې اټومي زیرمي ترلاسه کړي او که تهران ئې ورنه کړي، واشنګټن به ئې په خپله ترلاسه کړي.
په ورته وخت کي ایران هم واشنګټن ته خبرداری ورکړی، چي که امریکا یو ځل بیا بریدونو ته مخه کړي، تهران به په سیمه کي د امریکا پر پوځي مرکزونو او سمندري ځواکونو سخت بريدونه وکړي.