د پاکستان د پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان وکیل سلمان صفدر رسنيو ته ويلي، چي عمران خان په زندان کي ۸۵ سلنه د سترګو ليد د لاسه ورکړی دئ.
د هغه په خبره چي د عمران خان مېرمنه بشرا بي بي هم د ورته ناروغۍ څخه کړېږي.
د صفدر په وينا چي د هغوی د سترګو ناروغي په جدي حالت کي ده او که ئې عمليات پر وخت ونه سي نو ناروغي به ئې نوره هم سخته سي.
د عمران خان د وکيل په وينا چي په زندان کي د هغوی د تداوۍ له پاره امکانات نسته او بايد يو روغتون ته ولېږدول سي.