د ايران زړه او د امريکا خنجر

د ايران زړه او د امريکا خنجر
امريکا پر ايران له ۴۷ کلن ځنډ وروسته يرغل پيل کړی دی، دا يرغل ټرمپ پدې جملو سره پيل کړ : ( ايران بايد هيڅکله اټوم ونلري او ايران په سيمه کي د نیابتي ډلو په لرلو سره کلونه کلونه زموږ وګړي وژلي دي)، ټرمپ د ايران پر ولس ږغ وکړ چي زموږ د عملياتو څخه وروسته تاسو خپل حکومت په لاس کي واخلئ. دا هغه جملې دي چي يوازي زبرځواکونه يې کارولای سي. امريکا د ايران پر زړه د خپلو بمباريو خنجر ښخ کړ، د ايران ستر مشر او د دولت د ساتني مغز يې شهيد کړ، هغه مرکزي هسته چي ددې مشر په څنګ کي ولاړه وه، يو په يو له منځه وړل کېږي. اوس پوښتنه داده چي د ايران سرنوشت به څنګه کېږي؟
کولای سو چي درې فرضيې وړاندي کړو، يوه دا چي د خامنه يي او ځينو خاصو شخصيتونو په شهادت سره به اوسنی نظام د پزشکيان تر مشرۍ لاندي د معاملې لپاره چمتو سي، تر څو د امريکا د اوږدمهاله غلامۍ ځنځير په غاړه کي واچوي. دوهمه فرضيه داده چي اوسنۍ رژيم به بدلون کوي د مذهبي او راډيکال سيکولر حرکتونو ترمنځ به ائتلافي حکومت جوړېږي او نوي ټاکني به کېږي، درېيمه فرضيه داده چي اوسنۍ رژيم به بشپړ له منځه ځي او نوی حکومت به د ايراني سيکولر حرکتونو لاس ته لوېږي. پدې دريو فرضيو کي لومړی او درېيمه تر يو بريده ممکنه ده، په لومړی فرضيه کي يوه ستونزه داده چي د ايران ولس او په بهر کي د ايران ډياسپورا له کلونو زحمت کښلی دی، چي اوسنی رژيم بدل سي، که چيري اوسنی رژيم د پزشکيان تر مشرۍ لاندي دوام وکړي، د هغو خلکو قربانۍ چي د مهسا اميني له مرګه وروسته په زرګونه انسانان وژل سوي، اعدام سوي او ورک سوي دي، به کوم ځای ته ورسېږي، دا هغه سياسي او انساني قيمت دی چي دايران په راتلونکي کي بايد ځای ولري. که اوسنۍ رژيم دوام هم وکړي، بېرته يې د را پرځېدلو لپاره په څو کلونو کي حرکتونه پيلېږي، د راډيکال حرکتونو او ډياسپورا انرژي پر خپل ځای پاته کېږي. دوهمه فرضيه ځکه ممکنه نده چي د اوسني واکمن رژيم مذهبي اړخ او د امريکا د سيکولر اړخ ترمنځ ائتلاف ممکن ندی، ځکه دواړه د دوښمنيو په لرلو سره سياست نسي کولای، بلکي د کورنۍ جګړې لپاره لاره هواروي. درېيمه فرضيه ځکه ممکنه ده چي امريکا غواړي چي د لاسپوڅي ډيموکراټيک ايران سره مخته ولاړه سي. امريکا هيڅکله پياوړی ډيموکراټيک نظام په ايران کي نه غواړي، ځکه د غوښتني لپاره خولې او د سياست لپاره مشارکت رامنځته کېږي، پدې حالت کي امريکا د مسؤل حکومت په شتون کي خپلي ګټي نسي خوندي کولای. نو ځکه ايران به د ډيموکراټيک رژيم په لرلو سره يوازي د ځينو سيمبوليکو آزادیو لمانځنه وکړي، خو د رژيم اصلي واک به يا مطلق د امريکا لاس ته ولوېږي او يا د روس، چين او امريکا ترمنځ د رقابت ډګر سي.

په امريکايي رسنيو کي د ايران د مخکني باچا زوی رضا شاه پهلوي ډېر لوی ښودل کېږي، پداسي حال کي چي د ايران راتلونکی ددې کس په رهبرۍ کي مطلق په زيان کي دی، البته داسي ګڼل کېږي لکه ايرانيان چي بله چاره هم نلري. که په ايران کي د رژيم بدلون په مطلق ډول راغی، پدې حالت کي به يو شمېر بحرانونه رامنځته سي، چي مهم يې د مشروعيت او د سياسي قدرت د وېش (توزيع) بحران دی، ددې بحران په رامنځته کېدو کي د موقتي بې ثباتۍ شونتيا هم سته، دا چي د ايران راتلونکي بدلونونه به زموږ پر دولت جوړونه او ملت جوړونه کوم اغېز لري، په راتلونکي کي به بحث پر وکړو.