په پاکستان کي مېشت افغان کډوالو د يکشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي په بلوچستان کي د پاکستان د پوليسو له خوا د افغان کډوالو د نيولو لړۍ چټکه سوې ده.
سرچينو ويلي چي پوليسو د پاکستان او ط..البانو ترمنځ د وروستيو اختلافاتو او نښتو له امله د پاکستان په يوشمېر ايالتونو کي د افغان کډوالو نيول زيات کړي.
سرچينې وايي چي پوليس د افغان کډوالو پر کورونو باندي چاپي وهي، هغوی نيسي او بنديانوي او وروسته ئې افغانستان ته اخراجوي.
بايد وويل سي، چي هره ورځ پاکستان زرګونه افغان کډوال په زور او جبري د خپلي خاوري څخه باسي او افغانستان ته ئې اخراجوي.