د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریب‌آبادي ویلي، د سیمي امنیت د امریکا د پوځي مداخلې له لاري

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریب‌آبادي ویلي، د سیمي امنیت د امریکا د پوځي مداخلې له لاري نه، بلکي د هیوادونو د ملي حاکمیت درناوي او د بهرنیو ځواکونو د وتلو له لاري تامینېدای سي.
هغه د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) له هغې غونډي وروسته، چي په بحرین کي د ۱۲ هیوادونو د پوځي استازو په ګډون ترسره سوې وه، ویلي چي د هرمز تنګي امنیت د ایران له دریځه تعریفېږي، نه د سنټکام له لوري.
بل لور ته، سنټکام ویلي چي په دې غونډه کي د سیمه‌ییز امنیت، دفاعي همکارۍ او د هرمز تنګي له لاري د نړۍوالي سوداګرۍ د خوندي جریان پر څرنګوالي خبری سوي دي.