د ناروې د کډوالو شورا ویلي

د ناروې د کډوالو شورا ویلي، د بشري مرستو د نړۍوالي بوديجې د بې‌ساري کمښت له امله افغانستان د هغو هیوادونو په کتار کي شامل سوی، چي بشري بحران ئې تر ټولو ډېر له پامه غورځول سوی دئ.
د شورا په وینا، اوس مهال نژدې ۲۲ میلیونه افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري، خو د مرستو د تمویل کچه د اړتیا په پرتله ډېره ټیټه ده او یوازي د اړتیا یوه کوچنۍ برخه پوره سوې ده.
یادي ادارې خبرداری ورکړی، که نړۍوال تمویلونکي خپلي مرستي زیاتي نه کړي، په افغانستان کي به د لوږي، بې‌وزلۍ او نورو بشري ستونزو لمن لا پراخه سي.