د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وایي، د سیمي یو شمېر هيوادونه هڅه کوي، چي د روانو کړکېچونو د کمولو او جګړې د پای ته رسولو له پاره منځګړیتوب وکړي.
عراقچي د قطر له «العربي الجدید» ورځپاڼي سره په خبرو کي ویلي، ایران له هر هغه نوښت څخه هرکلی کوي، چي د جګړې د پای او د تاوتریخوالي د کمېدو سبب کېږي.
هغه زیاته کړه چي تر اوسه د جګړې د پای ته رسولو له پاره کومه مشخصه طرحه نه ده وړاندي سوې او ټینګار ئې وکړ، چي د جګړې پای به هغه وخت ممکن وي چي دا تضمين ورکول سوي، چي پر ايران به بیا دا ډول بريدونه نه تکرارېږي او د جګړې تاوان به ورکول کېږي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د هرمز تنګي په اړه هم وویل چي دا سمندري لاره د ټولو هيوادونو له پاره پرانیستې ده؛ خو د امریکا او د هغې د متحدینو کښتۍ ورباندي د تګ اجازه نه لري.