د کنړ ولايت د ط..البانو مسؤلينود يکشنبې په ورځ ويلي، چي د پاکستان پوځ په تېرو ۲۴ ساعتونو کي د دغه ولايت پر بېلابېلو سيمو باندي د ۱۵۹ توغندي او توپونو بريدونه کړي دي.
د هغوی په خبره چي دغه بريدونه پاکستان د دغه ولايت پر منورې، سرکاڼو، ناړۍ، دانګام او شلتن ولسوالیو باندي کړي؛ خو په خبره ئې چي په يادو بريدونو کي چا ته مالي او ځان زيان نه دئ اوښتی.