د ایران په بېلابېلو ښارونو کي د لاریونونو له پراخېدو سره سم

د ایران په بېلابېلو ښارونو کي د لاریونونو له پراخېدو سره سم، یو شمېر نړۍوالو هوايي شرکتونو دغه هیواد ته خپلي الوتني ځنډولي دي.
د فاکس‌نیوز د راپور له مخي، د جرمني لوفت‌هانزا، د ترکیې ترکېش اېرلاینز او د قطر هيواد قطر اېرلاینز هغه هوايي شرکتونه دي چي د امنیتي اندېښنو له امله ئې ایران ته د الوتنو د ځنډولو پرېکړه کړې ده.
راپورونه وايي، دا پرېکړه وروسته له هغه سوې چي په ایران کي وضعیت بې‌ثباته سوی او د هوايي چلند د خوندیتوب په اړه انديښنې زیاتي سوي دي.

د يادوني وړ ده چي تر اوسه د ايران حکومت د دغه موضوع په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.