د جرمني رسنیو خبر ورکړی چي ۳۲ افغان پناهغوښتونکي، چي د جرمني د منلو رسمي ژمنه ورسره سوې وه، له پاکستان څخه برلین ته رسېدلي دي.
د راپورونو له مخي، دغه افغانان له څو میاشتو انتظار وروسته جرمني ته انتقال سوي او ټاکل سوې ده چي له برلین څخه د دغه هيواد بېلابېلو ایالتونو ته ولېږدول سي.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي چي په وروستیو اوونیو کي د منل سوو افغانانو د انتقال لړۍ د څو الوتنو له لاري دوام لري.
دا کسان تر ډېره هغه افغانان دي چي پخوا ئې له جرمني بنسټونو سره کار کړی، د هغوی د کورنیو غړي دي او یا هم هغه کسان دي چي د ط..البانو له لوري د ګواښ سره مخ دي.
که څه هم د افغانانو د منلو پروګرام د ۲۰۲۵ کال له مې میاشتي راهیسي ځنډول سوی، خو د کورنیو قانوني پرېکړو له مخي لا هم د ځینو کسانو له پاره ویزې ورکول سوي.