د بریتانیا حکومت اعلان کړی، چي افغانستان ته به د ملګرو ملتونو د ادارو لکه یونیسف

د بریتانیا حکومت اعلان کړی، چي افغانستان ته به د ملګرو ملتونو د ادارو لکه یونیسف، د خوړو نړۍوال پروګرام او د خوراکي توکو او زراعت سازمان له لاري ۸ میلیونه پونډه مرسته کوي.
د‌ بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چي دغه مرسته به د ماشومانو د خوارځواکۍ د مخنیوي او روغتیایي خدمتونو د وړاندي کولو له پاره ولګول سي.
په ورته وخت کي يادو سازمانو ويلي، چي دا مرسته به د افغان ماشومانو د وضعیت د ښه والي له پاره زمینه برابره کړي.