د کندهار څخه ځايي سرچينو د پنج شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي

د کندهار څخه ځايي سرچينو د پنج شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د تېري شپې د توپاني باد له امله د يوې خوني چت نړېدلی دئ، چي له امله ئې د يوې کورنۍ شپږ کوچنيان وژل سوي.
د سرچينې په وينا دغه پېښه د دغه ولايت د ډنډ ولسوالۍ په کرز سيمه کي رامنځ ته سوې ده.
بايد وويل سي، چي د تېري شپې د توپاني باد له امله په کندهار ښار او يوشمېر ولسواليو کي ئې سولر هينداري هم ماتي کړي او خلګو ته ئې مالي زيان اړولی دئ.