د ترهګرۍ پر وړاندي د مبارزې په چارو کي د ملګرو ملتونو د دفتر سرپرست الکساندر زویف خبرداری ورکړی

د ترهګرۍ پر وړاندي د مبارزې په چارو کي د ملګرو ملتونو د دفتر سرپرست الکساندر زویف خبرداری ورکړی، چي په افغانستان کي د داع.ش خراسان څانګه لا هم فعاله ده او دغه ډله د سیمي امنیت ته جدي خطر دئ.
الکساندر زویف د امنیت شورا په غونډه کي ويلي، چي دغه ډله توانېدلې خپلي شبکې بېرته منظمي او نوي غړي جذب کړي.
د ده په وینا، د داع.ش خراسان فعالیتونه یوازي تر افغانستان پوري محدود نه دي، بلکي ګاونډیو هیوادونو او د سیمي بهر ته هم ګواښ پېښوي. نوموړي په کابل کي وروستي برید ته اشاره وکړه، چي په کښي د یوه چینايي وګړي په ګډون څو کسان په کښي وژل سوي وو او یو شمېر نور ټپیان سول او دا ئې د دغي ډلي د فعال حضور بېلګه وبلله.

په همدې حال کي د ط..البانو اداره بيا ټینګار کوي، چي د داع.ش پر وړاندي ئې جدي اقدامات کړي او د دې ډلي توان ئې کمزوری کړی دئ. خو د ملګرو ملتونو اندېښنې ښيي چي لا هم د امنیتي وضعیت په اړه بېلابېل نظرونه موجود دي او نړۍواله ټولنه په افغانستان کي د داع.ش د بیا پیاوړتیا له احتمال څخه اندېښمنه ده.