په ملګرو ملتونو کي د پاکستان استازي عاصم افتخار احمد ويلي، چي افغان ط..البان په پاکستان کي د تحريک ط..البان پاکستان ( ټي ټي پي) او بلوڅو بېلتون غوښتونکو پراخ ملاتړ کوي.
د هغه په خبره، چي يادي ډلي په افغانستان کي په ازاد ډول ګرځي او فعاليت کوي، د هغه په وينا چي په پاکستان کي دغه ډلي د يادو وسله والو بريدونو مسئولي دي.
هغه ويلي چي پاکستان د ترهګرۍ ضد مبارزه کي ولاړ دئ او په دې لاره کي ئې ستري قربانۍ ورکړي دي.
بايد وويل سي، چي پاکستان تل ادعا کوي، چي افغان ط..البان په پاکستان کي د وسله والو ډلو ملاتړ کوي، خو افغان ط..البان بيا د پاکستان دغه ادعا بې اساسه بولي.