د سمنګان د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د يکشنبې په سهار د دغه ولايت په خلم ولسوالۍ کي يو کرولا ډوله موټر د سړک څخه اوښتی او چپه سوی دئ، چي له امله ئې ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
خبرپاڼه ليکي چي په دغه پېښه کي درې کسان وژل سوي او درې نور ټپيان دي.
خبرپاڼه دغه راز زياتوي چي دغه پېښه د موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځ ته سوې ده.