د نایجریا په بورګو سیمه کي وسله‌والو د جمعې د لمانځه پر مهال پر یوه جومات برید کړی او د پولیسو په وینا

د نایجریا په بورګو سیمه کي وسله‌والو د جمعې د لمانځه پر مهال پر یوه جومات برید کړی او د پولیسو په وینا، یو شمېر کسان ئې تښتولي دي.
د نایجریا پولیس وايي، برید د جمعې په ورځ د کپنیا په سیمه کي هغه مهال سوی، چي خلګو د جمعې لمونځ ادا کوی.
وسله‌والو تر دې مخکي د دې سیمي پر دوو کلیو هم بریدونه کړي وو.

په نایجریا کي په وروستیو کلونو کي وسله‌والو ډلو د دغه هیواد په شمالي او مرکزي سیمو کي پر کلیو او عامه ځایونو بریدونه او د پیسو له پاره د خلګو تښتول زیات کړي دي.