د سولي د نوبل جایزې ګټونکې ملالي یوسفزۍ د اروپايي ټولني له لوري بروکسل ته د ط..البانو د استازو د بلني په اړه اندېښنه

د سولي د نوبل جایزې ګټونکې ملالي یوسفزۍ د اروپايي ټولني له لوري بروکسل ته د ط..البانو د استازو د بلني په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي ئې دي چي نړۍواله ټولنه باید د افغان ښځو او نجونو حقونه د هر ډول تعامل اساسي شرط وګرځوي.
هغې ويلي، چي د ط..البانو له چارواکو سره د مهاجرتي موضوعاتو په تړاو خبري د اندېښنې وړ دي، ځکه د هغې په وینا دغه ډله لا هم پر ښځو او نجونو سخت محدودیتونه لګوي.
یوسفزۍ ټینګار کړی، چي ط..البانو نجوني له لوړو زده‌کړو محرومي کړي، د ښځو مدني ازادۍ ئې محدودي کړې او په وروستیو کي ئې د ښځو پر وړاندي د سختو اقداماتو لړۍ جریان لري.

هغې زیاته کړه چي افغان ښځي له ټولنیز او عامه ژوند څخه په پراخه کچه څنډي ته سوېي دي او نړیۍوال بنسټونه باید د بشري حقونو وضعیت له پامه ونه غورځوي.
ملالي یوسفزۍ په پای کي له اروپايي ټولني وغوښتل چي له ط..البانو سره هر ډول سیاسي یا تخنیکي تعامل د ښځو او نجونو د بنسټیزو حقونو له خوندي کېدو سره وتړي.