د طالبانو مشر م.لا هب.ت الله امر کړی، چي په دولتي ادارو کي دي د ط.. البانو هغه غړي چي بې دندي وي په دندو و ګماري.
د راپورونو له مخي، دغه کسان به د ملکي ادارو په یو شمېر دريمه درجه بستونو کي په دندو وګومارل سي.
ویل کېږي چي دا پرېکړه د ځانګړو کمېټو له ارزونو او د کارکوونکو د هویت له ثبت وروسته سوې ده.
په ارزونو کي ادعا سوې، چي په یادو بستونو کي د ط..البانو اړوند کسان نه، بلکي د پخواني نظام کارکوونکي دندي ترسره کوي، چي هغوی بايد منفک او پر ځای ئې ط..الب باید مقرره سي.
د همدې پرېکړي پر بنسټ یو شمېر پخواني مامورین له خپلو بستونو ليري کېږي او پر ځای به ئې د ط..البانو غړي وګومارل سي.
دا اقدام پر داسي مهال ترسره کېږي، چي د ۲۰۲۱ کال له سیاسي بدلون وروسته د پخواني جمهوري نظام ګڼ شمېر مامورین په بېلابېلو دلیلونو له دولتي دندو ګوښه سوي او پر ځای ئې ط..البان ګومارل سوي.