د طالبانو د حکومت د حج او اوقافو وزارت د خلګو او جوماتونو له امامانو غوښتي چي د جمعې تر لمانځه وروسته د استسقاء

د طالبانو د حکومت د حج او اوقافو وزارت د خلګو او جوماتونو له امامانو غوښتي چي د جمعې تر لمانځه وروسته د استسقاء یا باران غوښتني دعا وکړي.
دغه وزارت له خلګو غوښتنه کړې چي د روانې وچکالۍ او د بارانونو د نه ورېدو له امله، ټول مسلمانان دي په ګډه دعا وکړي تر څو الله تعالی رحم وکړي او باران وسي.
د افغانستان ډېری سیمي له سختي وچکالۍ سره مخ دي او د کرني او څارویو له پاره اوبه کمي سوي دي.

د ط..البانو د حج او اوقافو وزارت ټینګار کړی چي دیني عالمان او ملا امامان دي د خلګو سره یو ځای د باران له پاره دعا وکړي او له خدایه دي د رحم غوښتنه وکړي.