د هند د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چي دغه هیواد افغانستان سره د انفلوانزا او منژينت ضد واکسین ۶۳ زره او ۷۳۴ ډوزه مرسته کړې ده.
د یاد وزارت ویاند راندهیر جیسوال ویلي چي دغه طبي مرستي د پنج شنبې په ورځ د افغانستان په مرکز کابل کي ط..البانو ته تسليم سوي دي.
جیسوال زیاته کړې چي هند د افغانستان د عامي روغتیا د ملاتړ له پاره خپلو ژمنو ته ژمن دئ.
دا مرستې پر داسي مهال ترسره کېږي چي ط..البانو له پاکستان څخه د درملو واردات بند کړي او پر ځای ئې له هند سره د درملو د وارداتو او همکاریو پراخولو ته لومړیتوب ورکړی.