د طالبانو د ډلي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په یوه خپره سوه اعلاميه کي ویلي چي د مخابراتي شرکتونو د وړاندي

د طالبانو د ډلي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په یوه خپره سوه اعلاميه کي ویلي چي د مخابراتي شرکتونو د وړاندي سوو بنډلونو د بیو او کیفیت د کنټرول اړوند ناسته یې کړې ده.
په اعلاميه کي راغلي چي مخابراتي شرکتونه دي د اصولو او معیارونو په چوکاټ کي عمل وکړي کنه قانوني چلند به ورسره وسي.
په یاده اعلاميه کي مخابراتي شرکتونو ته تر یکشنبې مهلت ورکول سوی چي نرخونه پخواني حالت ته یوسي.

بلخوا بیا په افغانستان کي د ټولو مخابراتي شرکتونو مصرفونکي د بنډلونو د بیو د لوړوالي او کیفيت د ټيټوالي څخه شکایت کوي او وایې چي ورته ناستي او ژمني مخکي هم سوي خو هیڅ عملي نتيجه یې نه ده معلومه سوې.