نړۍوالو رسنيو د پنج شنبې په ورځ راپور ورکړی، چي په دغه هيواد کي دوې پرلپسې او قوي زلزلې سوي دي.
د دغو زلزلو شدت د رېښتر په کچه ۷.۲ او ۷.۵ درجې ښودل سوی دئ.
په راپور کي ويل سوي، چي دغو زلزلو سخت مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.
د امریکا جیولوجیکي ادارې خبرداری ورکړی، چي د دغو زلزلو له امله د مرګ ژوبلي کچه خورا لوړه ده او اټکل کېږي چي د قربانیانو شمېر به له لسو زرو څخه تر سلو زرو کسانو پوري ورسېږي.
د وينزويلا چارواکي وايي ژغورونکي ډلي د قربانیانو د ژغولو هڅه کوي.