د فراه څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت د پرچمن ولسوالۍ اوسېدونکو د همدې ولسوالۍ د ط..البانو د ولسوال پر ضد لاريون کړی.
هغوی دغه ولسوال په فساد تورن کړی او په خبره ئې چي د يوې مؤسسې له خوا د سړک جوړوني يو پروژه چي تحت پرچمن سیمي له پاره په نظر کي نيول سوې؛ خو ط..الب ولسوال هغه د نزګان سیمي ته، چي د نوموړي زېږېدو سیمه بلل کېږي انتقال کړې ده.
هغوی وايي چي دغه پروژه د تحت پرچمن د سيمي حق دئ خو ولسوال ئې په زور بلي سيمي ته انتقالوي.
دوی د ط.. البانو د مشرانو څخه غوښتنه کوي، چي ږغ ئې واوري او دغه ولسوال د يادي ولسوالۍ څخه ګوښه کړي او پر ځای دې نوی ولسوال پرچمن ولسوالۍ ته معرفي کړي.