د ط..البانو تر واک لاندي د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د پنج شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي چي د تېري اوونۍ په جريان کي ۲۲۴ د افغان کډوالو بنديان د پاکستان د زندانو څخه ازاد سوي او افغانستان ته راغلي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه افغان کډوال دوو مياشتو راهيسي په پاکستان کي بنديان وو، چي تر ازادېدو وروسته د کندهار د سپين بولدک لاري افغانستان ته راغلي.
خبرپاڼه دغه راز ليکي چي څلور تنه افغان زندانیان بيا د عراق د زندانو څخه ازاد سوي او د اسلام کلا دلاري افغانستان ته راغلي.