د نړۍ ۵۶ هیوادونو استازو په یوه ګډه اعلامیه کي د طا..لبانو له خوا په افغانستان کي پراخ او سیستماتیک د بشري حقونو نقض غندلی دئ.
په دې اعلامیه کي ويل سوي چي د ط..البانو تبعیضي پالیسۍ او کړنو افغانستان د هغو هیوادونو په ليست کي شامل کړی، چي د بشر حقونه په کښي تر پښو لاندي سوي دي.
دغو هیوادونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حالت ته اندېښنه څرګنده کړې، ویلي ئې دي چي ښځي او نجوني په افغانستان کي له دوامداره محرومیت او جنسیتي توپیر سره مخ دي.
په اعلامیه کي له ط..البانو غوښتل سوي، چي د بشري حقونو نړۍوالو اصولو ته ژمن پاته سي او د افغان مېرمنو حقونو ته دي درناوی وکړي.