د ط..البانو تر واک لاندي رسنيو د يکشنبې په ورځ راپور ورکړی، چي د پنجشېر ولايت د بازارک

د ط..البانو تر واک لاندي رسنيو د يکشنبې په ورځ راپور ورکړی، چي د پنجشېر ولايت د بازارک، عنابې او ابشار سیمو د بېروجو د کانونو استخراج ئې په رسمي ډول پيل کړی دئ.
د هغوی په وينا چي له دغه کان څخه تر لاسه کېدونکي بېروج به د ازادي داوطلبۍ د لاري پر کورنيو او بهرنيو سوداګرو خرڅ کړي.
بايد وويل سي، چي اوس مهال د پنجشېر ولايت د سرو زرو، زمردو، بېروجو او ۱۷ ډوله نورو قيمتي ډبرو کانونه موجود دي، چي د ط..البانو له خوا ئې استخراج پيل سوي دئ.