د پاکستان يو شمېر کروندګر وايي چي د زراعتي محصولاتو بازار ئې خراب دئ او اوس ئې کښتونه هغه مصرف هم نه پوره کوي

د پاکستان يو شمېر کروندګر وايي چي د زراعتي محصولاتو بازار ئې خراب دئ او اوس ئې کښتونه هغه مصرف هم نه پوره کوي، چي دوی په کړی دئ.
هغوی وايي چي زراعتي محصولات ئې د خراب بازار له امله په کښتونو کي خراب سوي او د دولت څخه د بازار موندني غوښتنه کوي.
بايد وويل سي، چي دافغانستان سره د پاکستان د لاري د تړل کېدو له امله ډېر وخت د پاکستان کروندګر د خپلو زراعتي محصولاتو د پيکه بازار څخه شکايت کوي.