د ط..البانو د دفاع وزارت په يوې خبرپاڼه کي ويلي، چي د دوشنبې په ورځ ماپښين مهال د ننګرهار د هوايي ډګر دفاعي سیستمونو د پاکستان يوه بې پيلوټه الوتکه را غورځولې ده.
د ط..البانو د دفاع وزارت د يادي خبرپاڼي سره د يوې خنثی سوي بې پيلوټه الوتکي د يوې برخي انځور هم نشر کړی دئ.
بايد وويل سي، چي پاکستان د يادي موضوع په اړه تر اوسه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.