نيويارک ټايمز د دوشنبې په ورځ راپور ورکړی

نيويارک ټايمز د دوشنبې په ورځ راپور ورکړی دئ، چي پر ايران باندي د امريکا او اسرائیلو تر خونړيو بريدونو وروسته په نړۍوال بازار کي د تېلو بیې شاوخوا ۱۰ سلنه لوړي سوي دي.
نيويارک ټايمز ليکي، چي ايران د هرمز تنګی تړلی، چي له امله ئې په سيمه کي د تېلو په بیو کي لوړوالی راغلی. د اقتصاد د برخي پوهانو ويلي که په سيمه کي جګړه نوره هم وغځېږي نو په نړۍوال بازار کي به د تېلو بیې نوري هم لوړي سي.