د ط..البانو د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی، چي د خوست ولایت د شمل ولسوالۍ په سورکاڼي سیمه کي د سرو زرو د کان د استخراج پروژه ئې یوه خصوصي شرکت ته ورکړې ده.
د ط..البانو د ياد وزارت د چارواکو په وینا، د دې پروژې له پاره به نژدې ۸۰۲ میلیونه افغانۍ پانګونه وسي.
د دغه وزارت په خبره د دغه تړون له مخي به شرکت د کان د استخراج تر څنګ د سیمي د اوسېدونکو له پاره ځیني ټولنیزي او عامه ګټي پروژې هم پلي کړي.
د معلوماتو له مخي، د کان له عوایدو څخه ۶۰ سلنه ونډه د ط..البانو د حکومت له پاره ځانګړې سوې ده.