د کډوالو په چارو کي د ملګرو ملتونو ادارې خبرداری ورکړی، چي د پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو پرلهپسې راستنېدني په افغانستان کي پر اساسي خدمتونو او ځايي ټولنو اضافي بار اچولی دئ.
د دغې ادارې د معلوماتو له مخي، د ۲۰۲۳ کال څخه تر اوسه پوري ۶ ميليونه افغان کډوال د ګاونډیو او نورو هيوادونو څخه افغانستان ته راغلي دي.
ياد سازمان ويلي، چي يوازي سږکال د ايران او پاکستان څخه ۷۵۰ زره افغان کډوال راغلي.
د ياد سازمان استازي عرفات جمال ویلي، د راستنېدونکو د اړتیاوو د پوره کولو له پاره لا ډېرو نړۍوالو مرستو ته اړتیا سته.
نوموړي زیاته کړې، چي د کډوالو د ملاتړ او په ټولنه کي د هغوی د ادغام تر څنګ به په راتلونکو کلونو کي د ګڼ شمېر افغانانو له پاره د مدني اسنادو د برابرولو پروګرام هم عملي سي.