د ط..البانو د کورنيو چارو وزارت په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي د بدخشان ولايت په نسي ولسوالۍ کي یې يو کس د سروزرو د غلا په تور نیولی دئ.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه کس د يوه دوکان څخه يو کيلوګرام سره زر او دوه کيلوګرامه سپين زر غلا کړي وو، چي د ط..البانو له خوا نيول سوی.
خبرپاڼه ليکي چي د ياد کس سره ۷۰ پايي موبایلونه هم نيول سوي دي.
بايد وويل سي چي په افغانستان کي وسله والي غلاوي ورځ تر بلي ډېږي، چي ولس ئې د ط..البانو څخه د کنټرول غوښتنه کوي.