د پاکستان د پنجاب ایالت د لاهور پولیسو د بې اسناده افغان کډوالو پر ضد د پلټنو او نیونو د پراخ کمپاین د پیل خبر ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت د لاهور پولیسو د بې اسناده افغان کډوالو پر ضد د پلټنو او نیونو د پراخ کمپاین د پیل خبر ورکړی.
د لاهور د عملیاتو د پولیسو مشر فیصل کامران ویلي، امنیتي ځواکونه به په ښار کي هغه افغانان ونیسي، چي د قانوني اسنادو پرته په دوکانونو، بازارونو او سوداګریزو ځایونو کي کار او فعالیت کوي.
نوموړي همداراز ټینګار کړی، چي هغو کسانو ته به هم سزا ورکړي، چي بې اسناده افغانانو ته د استوګني ځای، پناه او یا نوري اسانتیاوي برابروي.

د پولیسو په وینا، دا ګامونه د ښار د امنیت د ټینګښت او د قانون د پلي کېدو له پاره اخیستل کېږي.