د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د پنج شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د چهارشنبې په ورځ د ايران او پاکستان څخه ۸۶۳ د افغان کډوالو کورنۍ افغانستان ته راغلي.
خبرپاڼه ليکي چي ۳۷ کورنۍ د هرات د اسلام کلا او ۳۸ د نيمروز د وريښمو پله د لاري د ايران څخه افغانستان ته راغلي دي.
دغه خبرپاڼه همداراز ليکي، چي په همدې ورځ ۱۷۴ د افغان کډوالو کورنۍ د کندهار د سپين بولدک د لاري، ۵۲۹ کورنۍ د تورخم د لاري او ۷۵ کورنۍ د هلمند د بهرامچې د لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي.
په ياده خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د افغان کډوالو دغه کورنۍ يادو هيوادونو په زور او جبر د خپلي خاوري شړلي او افغانستان ته راغلي دي.