د نایجریا د کوګي ایالت سیمه‌ییز چارواکي وایي چي نامعلومو وسله‌والو په‌دغه ايالت کي پر کلیسا وسلوال برید کړی

د نایجریا د کوګي ایالت سیمه‌ییز چارواکي وایي چي نامعلومو وسله‌والو په‌دغه ايالت کي پر کلیسا وسلوال برید کړی دئ.
د هغوی په خبره د ياد بريد پرمهال ۴ کسان وژل سوي، ۱۰ نور ټپیان دي او ۱۳ تنه عبادت کوونکي وسله والو د ځان سره بېولي دي.
د سیمي د پولیسو یو چارواکي رسنیو ته ویلي، وسله‌وال کسان د سهار د عبادت پر مهال کلیسا ته داخل سوه او پر خلګو ئې ټکان کړي، چي پر مهال ئې څلور کسان وژل سوي او لس نور ټپيان سوي دي‌.