د‌ کندهار ولايت د سپين بولدک ولسوالۍ څخه دغه ويډيو څراغ تلوېزيون تر لاسه کړې

د‌ کندهار ولايت د سپين بولدک ولسوالۍ څخه دغه ويډيو څراغ تلوېزيون تر لاسه کړې، چي په کښي ښکاري چي يو موټر چلوونکی د دغي ولسوالۍ په بازار کي په خورا بې احتياطۍ سره موټر پر عمومي جاده په ريورس چلوي.
د ښار اوسېدونکي شکايت کوي چي د ټرافيکي ګډوډۍ اصلي لامل د قانون نه تطبيق او د ټرافيکو رياست کمزوری کنټرول دئ.
د خلکو په وينا، ډېری موټر چلوونکي پرته له بيري هر ډول سرغړونه کوي، ځکه ډاډه دي چي څوک ورڅخه پوښتنه نه کوي.

خلګ د ټرافيکو مدیریت څخه غوښتنه کوي چي د ټرافيکي سرغړونو مخنيوي وکړي.