د ط..البانو د ۲۰۵ البدر قولي اردو څخه د جمعې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د ط..البانو د ۲۰۵ البدر قولي اردو څخه د جمعې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د کندهار ولايت په ارغستان ولسوالۍ کي ئې يو شمېر هغه وسلې او مهمات نيولي، چي پاکستان ته قاچاق کېدلې.
د خبرپاڼي په حواله چي دغه وسلې ئې تېره شپه د ارغستان ولسوالۍ د شنه نري په سيمه کي نيولي وې.
خبرپاڼه ليکي، چي د دغه موضوع په تړاو ئې درې کسان هم نيولي دي.