د ننګرهار د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د ننګرهار ولايت په بټي ګوټ ولسوالۍ کي د يوې ناچاودي مرمۍ د چاودني له امله دوه کوچنيان وژل سوي او پنځه نور ټپيان دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه پېښه د پنج شنبې په ورځ هغه مهال رامنځ ته سوې، چي يادو کوچنيانو دغه مرمۍ اور ته اچولې وه.
بايد وويل سي، چي په افغانستان کي هر کال لسګونه کسان د تېرو جګړو څخه د پاته سوو ماينونو له امله وژل کیږو، چي ډېر قربانيان ئې کوچنيان دي.