د ط..البانو ستري محکمې د پنج شنبې په ورځ اعلان کړی، چي په نیمروز ولايت کي ئې د بېلابېلو جرمونو په تور ۱۷ کسان په عام محضر کي د خلګو د سترګو په وړاندي په دورو وهلي دي.
دغي محکمې ويلي، چي ياد کسان ئې د پنج شنبې په ورځ د ۱۵ څخه تر ۳۹ پوري په دورو وهلي او له شپږو مياشتو څخه تر اتو کلنو پوري ئې د تنفيذي بند سزا هم ورکړې ده.
بايد وويل سي، چي په عام محضر کي د ط..البانو له خوا بدني سزاوي ورځ تر بلي زياتېږي، د بشر حقونو نړۍوالو سازمانونو له ط..البانو څخه غوښتي، چي دغه ډول سزاوي ودروي او د بشر حقونو نړۍوالو اصول ته دي ژمن پاته سي.