د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی، چي اسلاماباد د سيمي له هيوادونو سره په همکارۍ هڅه کوي، د ايران او امريکا ترمنځ تاوتريخوالی راکم کړي او په دې اړه ئې له چین سره ګډ پنځه مادهييز پلان هم وړاندي کړی دئ.
د ياد وزارت وياند طاهر اندرابي ويلي، د دواړو لورو ترمنځ ځيني ګډ ټکي سته، چي د يوې موافقې د ترلاسه کولو لاره هوارولی سي.
نوموړي زياته کړې، چي ايران او امريکا دواړه د پاکستان پر منځګړيتوب باور لري او اسلاماباد به په ياده برخه کي خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
پاکستان ټينګار کړی، چي خبري اتري بايد دوام ومومي او د راتلونکو ليدنو د وخت ټاکلو ته په تمه دئ، همداراز ئې ويلي چي له چين او نورو شريکانو سره د يادي موضوع په اړه همغږي روانه ده.
بلخوا، ايران د امريکا غوښتني لوړي او غيرمنطقي بللي او د اوربند په اړه ئې هر ډول خبري رد کړي دي.