د ط..البانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کي د بېوزلۍ، بېکارۍ او اقتصادي ستونزو زیاتېدو ګڼ شمېر ځوانان اړ کړي

د ط..البانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کي د بېوزلۍ، بېکارۍ او اقتصادي ستونزو زیاتېدو ګڼ شمېر ځوانان اړ کړي، چي د کار او ښه ژوند موندلو په هیله د قاچاقي لارو له لاري ایران ته ولاړ سي.
دغه ځوانان چي په خپل هیواد کي د کار او ژوند مناسب فرصتونه نه لري، د قاچاق وړونکو په ژمنو باور کوي او له نامعلوم برخلیک سره د خطرناکو لارو سفر پیلوي.
خو ایران ته د رسېدو دا سفر د ډېرو افغان ځوانانو له پاره د هیلو پر ځای په یوه وېروونکي خوب بدلېږي. دوی د لاري په اوږدو کي د لوږې، تندي، سختو موسمي شرایطو، وهلو ټکولو او نورو ستونزو ترڅنګ د وژل کېدو له خطر سره هم مخ کېږي.

د دې وضعیت دوام د افغانستان د اقتصادي او ټولنیز بحران ژورتیا څرګندوي؛ هغه بحران چي ځوان نسل ئې د خپل راتلونکي جوړولو پر ځای د ژوند د ژغورلو له پاره له هیواده وتلو ته اړ کړی دئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *