نړۍوال بانک په خپل یوه تازه راپور کي ویلي، چي افغانستان لا هم د ډیجیټلي خدمتونو او برېښنايي مالي معاملو له پاره پیاوړی سیستم نه لري او په دې برخه کي له بنسټیزو ستونزو سره مخ دئ.
د راپور له مخي، د منځني ختیځ، شمالي افریقا، افغانستان او پاکستان له ۲۱ هیوادونو څخه یوازي ۱۲ هیوادونه د چټکو برېښنايي تادیاتو سیستم لري.
نړۍوال بانک وايي، په افغانستان کي د خلګو د ډیجیټلي پېژندني، برېښنايي پیسو لېږد او د معلوماتو شریکولو چاري لا هم له نیمګړتیاوو سره مخ دي.
راپور زیاتوي، چي د افغانستان ترڅنګ په سوریه، لبنان او یمن کي هم د جګړو او بېثباتۍ له امله ډیجیټلي سیستمونه زیانمن سوي دي.
د نړۍوال بانک په باور، د دغو ستونزو له امله خلګ په اسانه مالي خدمتونو، سوداګریزو فرصتونو او دولتي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.