د ط..البانو مشر ملا هب.تالله اخندزاده وايي، د هیچا غیرشرعي غوښتني او د ده په وینا د نړۍ بېځایه فرمایشونه به ونه مني.
هغه تېره شپه په کندهار کي د زمري ۲۴مي د مراسمو پر مهال وویل، خلګ باید متحد واوسي او د ط..البانو اطاعت دي وکړي.
نوموړي له خلګو وغوښتل چي د ط..البانو د مخالفینو پر تبلیغاتو باور ونه کړي.
د ط.. البانو مشر م.لاهب.ت الله دغه څرګندوني پر داسي مهال کړي، چي د ط..البانو د حکومت پنځه کال پوره کېږي؛ خو تراوسه پوري ملي او نړۍوال مشروعيت نه لري. د ط..البانو له خوا پر افغان ښځو د زده کړو، کار او نورو ټولنيزو فعاليتونو بنديزونه لا دوام لري.